SBS Pashto - اس بي اس پښتو

Independent news and stories from SBS Audio, connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians. - خپلواک خبرونه او کيسې چې تاسې اسټراليا کې له ميشتو پښتو او هم اسټراليايي ژوند سره يوځای کوي

https://www.sbs.com.au/language/pashto/ps/podcast/sbs-pashto

subscribe
share






Afghan community bands together to help the family of a young father who was killed last month - اسټراليا کې د وژل شوي افغان کورنۍ ته له شل زرو ډالرو ډيرې پيسې ټولې شوې


The 29-year-old father was killed on December 17th.

Father of four, Ibrahim Hotak has worked as an interpreter for Australian and US forces.

Concerned for his four young children and family for whom Ibrahim was the sole earner, his friends have started a fundraiser on Facebook to assist them.

Afghan National Association of Australia’s president Raz Mohammad said the crowdfunding total had topped $24,000 and after some expenses were taken out the family was given around 19,000 last night.

Afghan Cricket Club on Sunday 20th January will organize a cricket match to honor late Ibrahim Hotak.

Rashid Khan and some officials are expected to take part in the event.

We have interviewed Raz Mohammad the president of Afghan National Association in Adelaide; you can listen to the full interview here.

 

 

-

ابراهيم هوتک د اډيليډ ښار اوسيدونکی وه او شاخوا پينځه کاله مخکې خپلې کورنۍ سره اسټراليا ته راغلی وه.

۲۸ کلن ابراهيم تيره مياشت په ۱۷ د ډيسيمبر اډيليډ ښار څخه لرې پر لويه لار ادعا کيږي چې خپل دوست لخوا ووژل شو.

د ابراهيم  له وژل کيدو وروسته اډيليډ کې ميشتو افغانانو د هغه له کورنۍ سره پر مرستو ټولو پيل وکړ.

اډيليډ ښار کې په د اسټراليا افغانانو ملي ټولنې له مشر او د ابراهيم هوتک نږدې ملګري راز محمد له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل چې د ابراهيم هوتک مړی تيره اونۍ افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی.

ښاغلي راز محمد وويل چې ټوله کې د وژل شوي افغان کورنۍ ته ۲۴،۰۰۰ اسټراليايايي ډالر راټول شوي ول چې ځينو لږښتو ورسته تيره شپه شاخوا ۱۹،۰۰۰ ډالر د ابراهيم هوتک کورنۍ ته وسپارل شوې.

ابراهيم د خپلې کورنۍ يوازينی کس وه چې لږښتونه يې برابرول.

سبا ورځ د اسټراليا اډيليډ ښار کې د افغان کريکټ کلب لخوا ابراهيم هوتک لپاره د کريکټ يوه سيالي پر مخ اچول کيږي په کوم کې چې راشد خان او هم ځيني چارواکي ګډون کوي.

[[{"fid":"1733498","view_mode":"body_content","uuid":"1122bc0d-ce66-44b3-907d-0a3aede34e79","type":"media","attributes":{"height":"394","width":"700","alt":"Ibrahim Hotak and Rashid Khan","title":"Ibrahim Hotak and Rashid Khan","class":"media-element file-body-content"}}]]

راز محمد وايي چې په پام کې ده يادې سيالۍ کې هم پيسې ټولې شي چې دا بيا د ابراهيم هوتک کورنۍ ته سپارل کيږي.

له راز محمد سره د اس بي اس پښتو خپرونې بشپړه مرکه دلته واورئ.

 


fyyd: Podcast Search Engine
share








 January 19, 2019  13m