SBS Pashto - اس بي اس پښتو

Independent news and stories from SBS Audio, connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians. - خپلواک خبرونه او کيسې چې تاسې اسټراليا کې له ميشتو پښتو او هم اسټراليايي ژوند سره يوځای کوي

https://www.sbs.com.au/language/pashto/ps/podcast/sbs-pashto

subscribe
share






Father of Naqeebullah Mehsud denies any deal with Raw Anwar - د نقيب محسود پلار له راؤ انوار سره د هر رنګه معاملې خبرې ردوي


The father of Naqeebullah Mehsud who was killed in “ Target Killing” asks for justice.

Malik Khan Mehsud says that the family of Naqibullah Mehsud will not make any deal with Rawr Anwar to give him amnesty.

Mr. Malik praised the recent decision of a Pakistani court where it denied Raw Anwar the permission to travel to overseas.

Islam Gul Afridi has more.

 

-

د نقيب محسود پلار په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د وژل شوي نقيب الله محسود ماشومان خپل د پلار د وينې حساب غواړي.

د نقيب محسود د قتل متهم راؤ انوار ته سزا لا تر اوسه نده ورکړل شوې او دې کار د ډيرو تند غبرګون پارولی.

د نقيب پلار وايي چې داسې ګونګوسې خپرې شوې چې ګواکې د نقيب کورنۍ له راؤ انوار سره معامله کوي ترڅو هغه معاف کړي ولې د نقيب پلار ملک محمد خان په وينا له نقيب سره د خلکو همدردی او د هغه وينه نه خرڅوي.

د نقيب محسود پلار ملک محمد خان وايي چې محکمې ته داسې حال کې حاضر شوې وه چې راؤ انور له محکمې له پاکستان څخه بهر سفر کولو اجازه غوښتله ولې د نقيب کورنۍ ددې غوښتنې خلاف محکمې کې اواز پورته کړ او محکمې راؤ انوار ته له پاکستان څخه وتلو اجازه ورنه کړه.

د نقيب محسود د پلار ملک خان بشپړې خبرې دلته واورئ.


fyyd: Podcast Search Engine
share








 January 19, 2019  8m