SBS Pashto - اس بي اس پښتو

Independent news and stories from SBS Audio, connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians. - خپلواک خبرونه او کيسې چې تاسې اسټراليا کې له ميشتو پښتو او هم اسټراليايي ژوند سره يوځای کوي

https://www.sbs.com.au/language/pashto/ps/podcast/sbs-pashto

subscribe
share






The Afghan interpreters left behind by Australia - د اسټراليايي ځواکونو هير شوي افغان ژباړونکي


More than 100,000 Afghans have died in 17 years of war in Afghanistan, a conflict that also left 41 Australians dead.

When Australia withdrew from combat operations there in 2014, it promised to protect the Afghan interpreters who, indeed, had protected its soldiers.

But, four years later, despite hundreds of interpreters and their families receiving refugee visas for Australia, SBS has tracked down others still waiting -- and fearful.

-

د افغانستان  ۱۷ کلنې جګړې کې له سل زرو ډير افغانان وژل شوي.

د افغانستان جګړه نړيوالو ځواکونو لپاره هم تر نن ورځې خونړۍ ثابته شوې او د بهرنيو ځواکونو ډير تلفات ددې باعث شول چې ډير شمير بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او هم خپل جګړيز ماموريت پر ملاتړي او روزنې ماموريت بدل کړي.

د افغانستان جګړه کې ۴۱ اسټراليايي ځواکونه هم وژل شوي.

 

کله چې اسټراليا خپل جګړيز ځواکونه له افغانستان څخه وويستل هغه وخت يې د خپلو افغان ژباړونکو د خونديتوب ژمنه وکړه.

ولې څلور کاله وروسته سره لدې چې سلګونه افغان ژباړونکي اسټراليا ته له کورنيو سره راوستل شوي ولې لا اوس هم يو ډير شمير يې افغانستان کې له خطر سره ژوند تيروي او اسټراليا ته د راتګ انتظار وباسي.

د اس بي اس پښتو خپرونې افغانستان کې پاتې له ځينو افغان ژباړونکو سره خبرې کړي او د هغو غږونه يې راخيستي چې پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.


fyyd: Podcast Search Engine
share








 December 22, 2018  13m